کاپيسا کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
Wed, Nov 13 2019 8:30 AM
3

نن سهار امنيتي او دفاعي ځواکونه د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په "دره پته" سيمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي
د دې نښتې په پايله کې ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي او او ۱۳ نور ټپيان دي.
د نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نښته لا دوام لري او په سيمه کې د ترهګرو طالبانو د بشپړې تصفيې په موخه نور ځواکونه لېږدول شوي دي.