غزني کې له دوه چاودنو مخنيوى شوى

jamil-moi
Tue, Nov 12 2019 8:16 AM
5

د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ منسوبينو د دوه بېلو عملياتو په ترڅ کې د يو کړۍ ځاى پر ځاى شوي ماين او يوې درنې سرګلولې له چاودنې د غزني ښار د دويمې او درېيمې ناحيو په اړوند سيمو کې مخنيوى کړى دى.
ترهګرو طالبانو ياد چاودېدونکي توکي د دې سيمو د خلکو د مرګ ژوبلې په هدف ځاى پر ځاى کړي وو.