خوست کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

jamil-moi
Tue, Nov 05 2019 1:24 PM
6

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د صبریو ولسوالۍ ملي پولیسو یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
یاد ماشوم انعام الله نومېږي، چې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او څه موده دمخه د یادې ولسوالۍ له اړوند سیمو تښتول شوی و.
پولیسو انعام الله خپلې کورنۍ ته سپارلی او د دې قضیې د عاملینو د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې روانې دي.