دهنه غوري ولسوالۍ کې له ۲۰ خونړیو پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
Mon, Nov 04 2019 8:44 AM
b

د بغلان ولایت پولیسو د دهنه غوري ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له ۲۰ ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو پر دهنه غوري ولسوالۍ د ولکې پر مهال د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ملکي مرګ ژوبلې په هدف ۲۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې اوس مهال د پولیسو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې کشف او له منځه وړل شوي دي.