ننګرهار کې یو کس د جعل او تزویر په تړاو نیول شوی
نن د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو کس د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې له اړوند سیمو څخه د اسنادو د جعل او تزویر په تړاو نیولی دی.
یاد کس ننګرهار کې پر خلکو جعلي ویزې خرڅولې.
له دې کس څخه نږدې ۲۰۰ ټوکه جعلي ویزې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.