فراه کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر کشف شو

jamil-moi
Fri, Nov 01 2019 8:33 AM
t

تېره ورځ د فراه پولیسو د مرکز په اړوند خیراباد کلي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټر له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې له یاد موټر څخه په استفادې په فراه کې موټر بم برید ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شو.
پولیسو د دوه ښځو په ګډون څلور تنه د دې قضیې په تړاو نیولي دي.