د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۹۴ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

rahimzai_moi
Thu, Oct 31 2019 12:30 PM
ل

تېره ورځ د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۹۴ تنو پولیسو له دوه میاشتنیو زده کړو ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
پدې فراغت غونډه کې د پکتیا ولایت د امنیه قومندان سربېره د همدې ښونیز او روزنیز مرکز قومندان او یو شمېر نورو افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ګډون کړی و.
د پکتیا  ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز فارغ شویو پولیسو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې د ملي پولیسو لیکې ورځ تر بلې مسلکي کېږي او د پوهاوي کچې د لوړولو په برخه کې یې ګڼ شمېر روزنیز پروګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.
ښاغلي جانباز فارغ شویو پولیسو ته د ښې دندې ترسره کولو سپارښتنه کړې او ویلي دي، چې هر مسوولیت یې باید د قانون په رڼا کې ترسره کړي او د ولس لپاره د ډاډمن امنیت د راوستو لپاره هېڅ راز هڅې ونه سپموي.
د یادونې ده چې غونډه د فارغ شویو پولیسو د فراغت سندونو او ستاینلیکونو په ورکړې پایته ورسېده.