د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له څو ترهګریزو او جنايي پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
Thu, Oct 31 2019 8:22 AM
u

د تېرې اوونۍ په لړ کې د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې په کابل، پکتیا او هرات ولایتونو کې له بېلابېلو تررورېستي او جنايي پېښو مخنیوی شوی دی.
د دې همکاریو په لړ کې په کابل، پکتیا او هرات کې له څلورو ماین چاودنو او د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له چاودنې او همداراز د کابل د کلکان ولسوالۍ سربېره د شپږمې، اتمې او اولسمې حوزو په اړوند سیمو کې د غلا له څلورو پېښو مخنیوی شوی دی.
د غلا د قضیې په تړاو پنځه تنه نیول شوي او او د کابل ښار د یوولسمې حوزې له اړوند سیمو څخه هم یو عراده غلا شوی موټرسایکل د پولیسو لاسته ورغلی دی.
کورنیو چارو وزارت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په ځانګړي ډول د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکارۍ مننه او درناوی کوي.