تخار کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او زورواکۍ په تور ونیول شول

jamil-moi
Thu, Oct 24 2019 8:58 AM
6

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او زورواکۍ په تور نیولي دي.
له دې منځه یو یې د نشه يي توکو د پلور په تړاو له تالقانو ښار او بل یې له رستاق ولسوالۍ څخه چې په وسلو یې تخار مېشتي ګواښل او پیسې یې ترې لوټلې؛ دپولیسو لخوا نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي هم پولیسو ضبط کړي دي.