کندهار کې پنځه بریدګر ونیول شول

jamil-moi
Mon, Oct 21 2019 1:15 PM
swd

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په کندهار ښار کې پنځه بریدګر نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ترورېستي پېښې ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.