خوست کې پنځه تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
Tue, Oct 15 2019 9:39 AM
ل

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پنځه تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې چې د درېیو خوست مېشتو په مرګ ژوبلې تورن دي او همداراز دوه تنه نور د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.