لوګر کې د ترهګرو طالبانو یو مهم پټنځای له منځه یوړل شو.

rahimzai_moi
Mon, Oct 14 2019 9:51 AM
ل

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یو مهم پټنځای له منځه وړی دی.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات چې څلور میله چره يي، درې میله ۱۱ ډزه وسلې، د دهشکې د ګولیو درې بکسونه، ۶۰۰ ډزه د دراگونوف ګولۍ، یو قاب د هاوان دوربین او ترهګرو طالبانو ته تړلي یو شمېر مهم اسناد پکې شامل وو؛ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادنې ده چې ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.