لغمان کې پولیسو لسګونو زده کوونکو ته قرطاسیه ووېشله.

rahimzai_moi
Thu, Oct 10 2019 12:21 PM
ب

تېره ورځ د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه د دې ولایت د دولتي ښوونځیو سلګونو زده کوونکو ته د صنفي ملحقاتو په ګډون قرطاسیه ووېشله.
د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ زده کوونکو ته د قرطاسیې د ډالۍ پرمهال وویل، چې په ټولنې کې د افراطیت د پدیدې خپروای د ناپوهۍ له کبله دی؛ نو له همدې امله د افغانستان ملي پولیس دا خپل مسوولیت ګڼي چې له ترهګرو او افراطي ډلو سره د مبارزې سربېره له معارف سره هم هر اړخیره مرسته او همکاري وکړي.
د لغمان پولیسو همداراز ژمنه وکړه، چې په راتلوونکي کې به هم د زده کوونکو ته دا ډول مرسته جاري وساتي، څو د ښونې او روزنې په برخه کې يې یو څه مثبت ګام اخیستی وي او خلک له دې تورې تیارې په امان کې وساتي.
ترهګرو طالبانو تل هڅه کړې څو په هېواد کې ښونې او روزنې ته صدمه ورسوي او د ټولنې د پرمختګ د مخنیوي لامل شي.
په وروستیو کې ترهګرو طالبانو د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی، چې دا د هېوادوالو له پرمختګ او پوهې سره ښکاره تضاد ښيي.