ترهګرو طالبانو په فاریاب او غور کې ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

rahimzai_moi
Thu, Oct 10 2019 8:15 AM
ر

نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یو موټر درې سورلۍ په شهادت رسېدلي او درې نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې هم د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله هم دوه ملکي وګړي شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.
ترهګرو طالبانو په وار وار د ملکي مرګ ژوبلې او د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په هدف د سړک پر غاړه ماینونه ځای پر ځای کړي، څو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوي؛ خو امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ماینونو د شنډولو له امله له دې ډول ۹۰ سلنه پېښو مخنیوی کړی دی.