کندهار کې شپږ وسله وال غله ونیول شول.

rahimzai_moi
Mon, Oct 07 2019 9:48 AM
ب

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو هغه دوه غله نیولي، چې له سوداګرو یې ۳۳۰ لکه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
غلو دا پيسې هغه مهال غلا کړې چې له صرافۍ مارکېټ څخه غزني ته لېږدول کېدې.
همداراز د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې پولیسو د موټرسایکلونو د غلا په تور څلور تنه نیولي دي.
له یادو غلو څخه درې عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.