کابل کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په لومړۍ، دوهمې، نهمې، دولسمې او شپاړلسمې ناحیو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وسله والې غلاوې، شکونې او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.