غزني کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه.

rahimzai_moi
Mon, Sep 30 2019 11:42 AM
ی

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او له منځه وړې ده.
د غزني د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو د دې حوزې په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یوه ډیپو چې ۲۶ ډزه د هاوان ګولۍ او څلور کړۍ ماینونه هم پکې شامل وو، کشف او د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا له منځه وړل شوې ده.