د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
نن کورنیو چارو وزارت کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرست وزیرانو او معینانو، د ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان، د ملي امنیت د شورا مرستیال، د ولسمشرماڼۍ استازو، د سیمه ییزو ارګانونو معین، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس او کمېشنرانو ګډون درلود.
د غونډې په سر کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار وکړ.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د امنیت په تړاو عمومي راپور وړاندې کړ او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د امنیت ساتنې ډاډ ورکړ.
همداراز د ولایتونو امنیه قومندانانو هم د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو خپل امنیتي راپورونه وړاندې کړل او د امنیتي ځواکونو له پوره تیاریو یې خبر ورکړ.
د یادونې ده چې پدې فوق العاده امنیتي غونډه کې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په ټاکنو کې د عدم مداخلې او لاسوهنې امر وشو او د ټاکنو په ورځ د لومړۍ درجه امنیتي احضاراتو هدایت ورکړل شو.