تخار  کې يو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونيول شو.

rahimzai_moi
Sat, Sep 21 2019 8:43 AM
ص

د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو له دفاعي ځواکونو سره ګډ د تخار ولايت په شهر کهنه سيمه کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې يو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نيولى دى.
له ياد کس څخه يو ميل کلاشينکوف، يو ميل راکټ او يو ميل پيکا له يو شمېر جنګي تجهيزاتو سره د پوليسو لاسته ورغلي دي.