زابل کې ترهګرو طالبانو پر ملکي روغتون د برید له امله پر یو بل ضد بشري عمل لاس پورې کړ.

rahimzai_moi
Thu, Sep 19 2019 10:27 AM
ا

نن سهار ۰۵:۵۰ دقیقې ترهګرو طالبانو د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې له چاودېدونکو توکو یوه ډک بار وړونکي مازدا موټر ته د زابل ملکي روغتون ته څېرمه چاودنه ورکړه.
د لومړنیو معلوماتو په اساس په دې پېښه کې ۱۳ ملکي وګړي او ۲ ملي پولیس شهیدان شوي او ۶۶ ملکي وګړي ټپيان دي؛ چې د پېښې ډېری قربانیان په روغتون کې دننه تر درملنې لاندې ملکي ښځې، ماشومان او سپین ږیري دي.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبانو دا ډول بریدونه چې عامه ودانۍ، روغتونونه او بېګناه ملکي وګړي په نښه کوي، په کلکو ټکو غندي او په زابل کې د نن ورځې پر روغتون برید د بشر ضد او جنګي جنایت یادوي.