د فراه انار درې ولسوالۍ ته د سترو نظامي چارواکو سفر

rahimzai_moi
Wed, Sep 18 2019 9:08 AM
f

نن د هېواد لومړۍ درجه امنیتي او دفاعي چارواکو د فراه ولایت په ځانګړې توګه د انار درې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه فراه ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د ملي امنیت ریاست سرپرست احمد ضا سراج، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان سکاټ مېلر او د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان ګډون کړی و.

دوی د فراه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د انار درې ولسوالۍ د وضعیت د ارزولو په هدف له ځايي ملکي او نظامي چارواکو سره وکتل.

یادو چارواکو په فراه ولایت کې له ترهګرۍ او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ وبللې او دا ځواکونو یې د ترهګرو طالبانو د ځپلو او د خپلې وړتیا دښودلو له امله په مادي او معنوي ډالیو ونازول.

د هېواد سترو نظامي چارواکو د ترهګرو طالبانو د پټنځایونو د له منځه وړلو له امله د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات هم ښه وارزول او ویې ویل، چې د دښمن پر مورچلونو به د امنیتي او دفاعي ځواکونو دا عملیاتو نور هم دوام ولري.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلې مرستې پر دوام ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د فراه ولایت ځايي چارواکو هم شته ننګونو ته اشاره وکړه او د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.