فراه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکيان د ماین چاودنې له امله شهیدان شوي.

rahimzai_moi
Mon, Sep 16 2019 11:27 AM
ی

تېره ورځ د فراه ولایت د مرکز اړوند په کارېز شیخان کلي کې ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د سیمې یو موټر پرې ختلی او په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکیان شهیدان کړي دي.
ترهګرو طالبانو په وارونو د ملکي مرګ ژوبلې او وحشت خپورولو په موخه په ترهګریزو کړنو لاس پورې کړی، خو امنیتي ځواکونو د ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره له دې پېښو مخنیوی کړی دی.