د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په تړاو د ولايتونو د امنيه قومندانيو ډاډ

hakimi-moi
Sun, Sep 15 2019 5:32 PM
01

د هرات، کاپيسا، بلخ، پکتيا، جوزجان، سمنګان او باميان ولايتونو امنيه قومندانيو د ټاکنو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ.
ديادو ولايتونو امنيه قومندانانو د ټاکنو له ولايتي چارواکو سره په کتنه کې د ټاکنيزو مرکزونو، ناظرينو، د سايټونو د کارکوونکو او همداراز ټاکنيزو سايټونو ته د موادو د لېږد په تړاو د امنيت ساتلو ډاډ ورکړى دى.
د دې ولايتونو امنيه قومندانانو له ټاکنيزو کمېسيونونو او مرکزونو سره د لا زياتې همغږۍ خبر ورکړ او له خلکو يې وغوښتل، چې پدې ملي پروسه کې ګډون وکړي او د خپل هېواد مشر د خپلې رايې د کارولو له لارې وټاکي.
همداراز دوى د ټاکنو کمېسيون له مسوولينو سره په کتنه کې د پوليسو پر بېطرفۍ ټينګار وکړ.