هرات کې يو ترهګر طالب ووژل شو.
د هرات ولايت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو او د ملي امنيت ځواکونو يو لړ ګډ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې يو ترهګر طالب وژل شوى دى.
له ياد کس څخه درې ميله وسلې او مهمات يې له يو عراده موټر سايکل سره نيول شوي دي.