هرات کې پوليسو تر "عامه ساتنې" لاندې د پوهاوي برنامه د "ملکه جلالي" ښونځي زده کوونکو ته تدريس کړه.

rahimzai_moi
Sat, Sep 14 2019 9:11 AM
ز

تېره ورځ د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ ولسي پوليسو د ملکه جلالي ښونځي زده کوونکو ته د عامه ساتنې د پوهاوي برنامه په لاره اچولې وه.
د دې برنامې موخه د طبيعي او احتمالي پېښو په وړاندې د د زده کوونکو ځان ساتنه وه.
د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ ولسي پوليسو په دې برنامه کې زده کوونکو ته د ترافيکي مصوونيت، د چاودېدونکو توکو په وړاندې ځان ساتنه، د اوبو او اور په وړاندې ځان ساتنه، خوراکي مصوونيت او د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز په اړه د پېژندګلوي برخې تدريس کړې.
د ياد ښونځي زده کوونکو ته د دې برنامې د ښونې ترڅنګ د "يو.اېن. هبيتات" په مرسته يو شمېر قرطاسيه هم ووېشل شوه.
کورنيو چارو وزارت دا برنامه د زده کوونکو او ځوانانو د ايمني مهارتونو د لوړولو او د ځوانانو ـ پوليسو ترمنځ د همکارۍ د انګېزې د رامنځته کېدو په هدف په لاره اچولې وه.
اوسمهال د کورنيو چارو وزارت ولسي پوليسو دا برنامه په ۲۷ ولايتونو کې په لاره اچولې چې نږدې ۳۵ زره ځوانان او زده کوونکي پکې روزل کېږي.