کندهار کې د ترورېستانو یوه شپږ کسیزه ډله ونیول شوه.

rahimzai_moi
Thu, Sep 12 2019 10:08 AM
f

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د ترهګرو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې، چې څلور غلچکي بریدګر او دوه جنګي طالبان پکې شامل دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله تفنګچې، لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي او یو شمېر مرمۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دې کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د دې ترڅنګ؛ ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو په فراه ولایت کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګریزو کړنو په تړاو څلور شکمن کسان نیولي دي.