په ټول هېواد کې د عاشورا مراسم د امنیت په فضا کې ترسره شول.

rahimzai_moi
Wed, Sep 11 2019 12:18 PM
ی

تېره ورځ د عاشورا مراسم د هېواد په کچه په غور، غزني، بلخ، هرات، کابل، بامیان، فراه، فاریاب، هلمند، کندز، تخار، دایکندي، پکتیا او نورو ولایتونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو او امنیت په فضا کې ترسره شول.
د محرم الحرام په لسمه د ۳۴ ولایتونو په جوماتونو او تکایاو کې هېڅ امنیتي پېښه نده ثبت شوې او کورنیو چارو وزارت له نورو امنیتي بنسټونو سره په ګډه امنیتي پلان په ښه توګه تطبیق کړ.
د عاشورا ورځې سوګوارانو هم د دې ورځې د امنیت د ټینګولو په هدف له ټولو امنیتي ځواکونو مننه او ستاینه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت رهبري د عاشورا مراسمو د امنیت د ټینګولو په برخه کې د ۳۴ ولایتونو د امنیه قومندانیو د منسوبینو هڅې د ستاینې وړ بولي او په چارو کې د لا زیاتې همغږۍ او بریا سپارښتنه ورته کوي.