کابل کې دوه تنه د الکولي څښاکو د پلور په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په اتمه ناحیه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د الکولي څښاکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه د الکولي څښاکو څه باندې ۲۰۰ بوتله د پولیسو لاسته ورغلي دي.