کابل کې څلور تنه وسله وال غله او چپاولګر ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو درې وسله وال غله او چپاولګر نیولي.
یادو غلو د کابل ښار د لسمې حوزې په اړوند وزیر اکبر خان تپې کې د درېیو کابل مېشتو موبایل، پیسې او اسناد وتښتول، چې د لسمې حوزې د پولیسو د پلټنو په ترڅ کې ونیول شول.
له نیول شویو کسانو یو میل بې جوازه تفنګچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
د دې ترڅنګ؛ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د اتمې حوزې پولیسو په کارته نو سیمه کې یو فراري تورن کس نیولی دی.
فیاض نومی چې د کابل ښار د اتمې حوزې اوسېدونکی دی او د چپاولګرۍ، شکونې، ډبونې او زورواکۍ په بېلابېلو قضیو تورن دی؛ نیول شوی.
له نیول شوي کس څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې.