هرات کې د ترهګرو طالبانو د وسلو یو ډک موټر کشف او ضبط شو.

rahimzai_moi
Tue, Aug 06 2019 1:43 PM
d

نن سهار د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په چشت ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډک مازدا موټر کشف او ضبط کړی دی.
په دې موټر کې د بېلابېل ډوله تسلېحاتو ۳۰ زره ډزه ګولۍ ځای پر ځای شوې وې او غوښتل یې چې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د ترهګرو طالبانو پټنځایونو ته ولېږدوي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.