کورنیو چارو وزارت کې د اراضي د معلومات ورکونې سیسټم پرانیستل شو.

نن ماسپښین د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او ستر امنیتي معین ارکانحرب خوشحال سعادت د یاد وزارت د اوپراسیون او پلان په عمومي ریاست کې د اراضي د معلومات ورکونې سیسټم (GIS) پرانیسته.
په دې پرانیستغونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي وویل، چې د (GIS) سیسټم په فعالېدو سره به موږ وتوانېږو چې د ترهګرو طالبانو پټنځایونه، ټولنې او استوګنځي په دقیق ډول په نښه او تر څار لاندې ولرو او له دې وروسته به د ترهګرۍ ضد عملیاتونه د یاد سیسټم له لارښونې سره سم په لاره اچوو.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت هم د اراضي د معلومات ورکونې سیسټم له فعالېدو او پرانیستې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې کورنیو چارو وزارت کې سیسټمونه ورځ تر بلې برېښنايي کېږي او په چارو کې روڼتیا او موثریت ته تر هر وخت نه زیات پاملرنه کېږي.
د یادونې وړ ده چې د اراضي د معلومات ورکونې په سیسټم (GIS) کې د هېواد ټول جغرافیايي معلومات ثبتېږي او د دې سیسټم په مرستې سره د ترهګرو پټنځایونه په ډېره اسانۍ سره تثبیتېږي.