غزني او لغمان کې د څلورو ماین چاودنو مخه نیول شوې.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په آبند ولسوالۍ کې د درېیو ماین چاودنو مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د لومړۍ شمېرې لویې لارې پر مسیر د نظامي وسایطو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
همداراز د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د مرکز په اړوند کټل سیمه کې یو کړۍ نښلېدونکی ماین کشف او شنډ کړ.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ترهګریزو کړنو په موخه د سړک پر غاړه ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شو.