هرات، هلمند او فراه کې شپږ وسله وال غله ونیول شول.
د ملي پولیسو منسوبینو په هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
درې تنه غله له هرات ښاره، دوه تنه له لښکرګاه ښاره او یو بل د فراه د مرکز له اړوند سیمو د وسایطو او کورونو د اجناسو د غلا په تړاو نیول شوي دي.