کاپیسا کې یو کس د وژنې په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ د لومړۍ حوزې منسوبینو یو کس د یادې حوزې له اړوند سیمو د وژنې په تړاو نیولی دی.
نیول شوی کس د خپل ورور له وژنې وروسته تښتېدلی و، چې بلاخره تېره ورځ د کاپیسا ولایت د مرکز له اړوند سیمو له پېژندنې وروسته ونیول شو.