وردګو کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر او مهم غړي ووژل شول.
تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ډنډو کلي کې امنیتي ځواکونو هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو مشهور ډلمشر محمد عارف چې په خواني مشهور دی، وژل شوی دی.
همداراز د سیداباد ولسوالۍ په زرک خېلو کلي کې د ترهګرو طالبانو د دوه مهمو غړو معصوم مشهور په قاري سخي او کلام خان مشهور په غلام علي خان په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي دي.