خوست کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو اوه تنه ونیول شول.

rahimzai_moi
Wed, Jun 12 2019 2:41 PM
d

د خوست ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې یو لړ عملیات او پلټنې ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو اوه پلورونکي نیولي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال څلور کیلوګرامه نشه يي توکي د چرسو او شیشه له ډوله او ۲۰ بوتله الکولي څښاک د پولیسو له خوا کشف او ضبط شوي دي.