ننګرهار کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه عملیات په ترڅ کې دوه تورن کسان د یوه کس د تښتونې په تړاو ونیول.
تورنو یاد کس اته ورځې دمخه د جلال اباد ښار له اړوند سیمو تښتولی و، چې د ملي پولیسو له خوا د کوز کونړ ولسوالۍ له ګمبیري سیمې ونیول شو.