ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې یو خطرناک غړی ووژل شو.
ندیم عمري چې په نجیب مشهور دی او د داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی دی، په ننګرهار ولایت کې ووژل شو.
ندیم عمري د ملي پولیسو د یو ځانګړي عملیات په ترڅ کې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
ندیم عمري د داعش ترهګرې ډلې یو خطرناک غړی دی او نوموړي په جلال آباد ښار کې د ترهګریز پېښو په طرح او سازماندهي او په ځانګړې توګه د ماین خښونې په برخه کې فعاله ونډه درلوده.