زابل کې د ترهګرو طالبانو درې ملاتړي د چاودېدونکو توکو د لېږد پرمهال ونیول شول.

rahimzai_moi
Sun, May 26 2019 1:11 PM
a

د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو ۷۷ خریطې له یو ۳۰۳ موټر څخه کشف او ضبط کړې.
همداراز د پولیسو د دې عملیاتو پر مهال چې د قلات ښار په مرکزي برخو کې پر لاره اچول شوي وو، درې تنه چې چاودېدونکي توکي یې په یاد موټر کې ځای پر ځای کړي وو او د لېږد موخه یې درلوده او له ترهګرو سره یې لاس درلود، نیولي دي.