لوګر کې یو حرفوي انسان تښتوونکی ونیول شو.

moi-af
Sun, May 26 2019 10:04 AM
ط

تېره ورځ د لوګر ولایت د محمدآغې ښار د لومړۍ حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو حرفوي انسان تښتوونکی نیولی.
نیول شوي کس یوه پنځه کلنه ماشومه چې سلما نومېږي تښولې وه، چې تېره ورځ د ملي پولیسو له خوا راخوشې شوه.
یاد کس څه موده دمخه په کابل ښار کې یو بهرنی مېشتی تښتولی و او په اوه کلونو زندان محکوم شوی و، چې له راخوشي کېدو وروسته یې بیا په دې ناوړې چارې لاس پورې کړ.