بغلان کې پنځه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
Sat, May 25 2019 10:12 AM
R

د بغلان ولایت د "ده صلاح اندراب" ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو په یاده ولسوالۍ کې یو کس د یوه صراف د وژنې په تړاو نیولی دی.
نیول شوي کس د پولیسو له څېړنو وروسته د څلور نورو کسانو راپور هم ورکړی او ویلي دي، چې له نوموړي سره یې د صراف د وژنې په قضیه کې لاس درلود او د ملي پولیسو د پلټنو په ترڅ کې هغه څلور نور تورن کسان هم نیول شوي دي.