۱۱ تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تور ونیول شول.
د هرات، بلخ، هلمند، خوست او جوزجان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په څو بېلو عملیاتو کې ۱۱ تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د نیول شویو تورنو کسانو له ډلې څلور یې په هرات کې د وسایطو د غلا په تړاو، څلور نور یې په بلخ کې د وسله والو غلاوو په تړاو، دوه غله په جوزجان کې د ژوو د غلا په تړاو او یو بل یې د هلمند ولایت د درېیمې حوزې له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له یادو کسانو یو میل تفنګچه او دوه عراده موټر سایکلونه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.