هرات کې څلور وسله وال غله نیول شوي.

rahimzai_moi
Sun, May 19 2019 8:49 AM
h

تېره ورځ د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې څلور تنه د وسله والې غلا په تور نیولي دي.  
یادو غلو ۳۷۰۰ امریکايي ډالره او دوه سیټه موبایلونه د ۷۰ زره افغانیو په ارزښت د هرات ولایت د یوه اوسېدونکي څخه غلا کړي وو.
له یادو کسانو څخه یو میل وسله او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.