هرات کي پولیسو یو حرفوي قاتل نیولی.

rahimzai_moi
Fri, May 17 2019 10:38 AM
m

د هرات ولایت پولیسو د دې ولایت د پنځمې ناحیې له اړوند سیمې یو حرفوي قاتل نیولی.
یاد قاتل څلور میاشتې دمخه د هرات ولایت د دویمې ناحیې په اړوند سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې له نږدې خپلوانو یې وو، لومړی یې وژلي او وروسته یې سوځولي وو.
په وژل شویو کې یوه ښځه او څلور ماشومان شامل وو.
نیول شوي کس خپل جرم منلی او اوسمهال تر څارنې لاندې دی.