فراه کې یوه مېرمن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شوه.

rahimzai_moi
Fri, May 17 2019 9:08 AM

تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت د څلورمې ناحیې له اړوند سیمې یو انسان تښتوونکی نیولی.
یاد کس دوه میاشتې دمخه په فراه ښار کې یوه مېرمن تښتولې وه او د فراه ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې ساتل کېده.