فراه کې څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

moi-af
Sun, May 12 2019 12:18 PM
 
تېره شپه د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ملي اردو ځواکونو سره د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو یاد ماینونه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د چین افغاني کلي پر لاره د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.