هرات او فراه کې درې تنه د غلا په تور نیول شوي.

farhadi-moi
Wed, May 08 2019 9:22 AM
'

ملي پولیسو درې تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د موټر او موبایل د غلا په تور په هرات او فراه ولایتونو کې نیولي.
تېره شپه د ۱۰:۳۰ بجو په شاوخوا کې د موټر د غلا په تور دوه تنه حرفوي غله چې غوښتل یې د فراه ولایت د درېیمې ناحیې له اړوند سیمو یو موټر غلا کړي؛ د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته ونیول شول.
یادو غلو په لومړنیو پلټنو کې خپل جرم منلی، چې فراه کې یې د موټر د غلا په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود.
همداراز د هرات ولایت د څلورمې حوزې په اړوند سیمو کې یو تن چې غوښتل یې د یو کس موبایل غلا کړي، د پولیسو له خوا ونیول شو.