تخار کې دوه تنه د وسله والې غلا او وژنې په تور نیول شوي.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه عملیات په ترڅ کې یو متکرر غل د تالقانو ښار د دویمې ناحیې له اړوند سیمې نیولی.
همداراز د تخار ولایت پولیسو یو تن د یو ځوان د وژنې په تور د تالقانو ښار د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو هم نیولی دی.