کابل کې د یوه مقناطیسي ماین له چاودلو مخنیوی شوی

farhadi-moi
Sun, May 05 2019 1:41 PM
g

یکشنبه، د غوايي ۱۵مه ۱۳۹۸

نن سهار ملي پولیسو په کابل کې د یوه مقناطیسي ماین له چاودلو مخنیوی کړی.
یو مقناطیسي ماین چې د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو په موخه په یوه موټر کې د عیدګاه جومات اړوند سیمې کې ځای پر ځای شوی و، کشف او شنډ شو.
د دې ماین د شنډولو په پایله کې له یوې ترهګریزې پېښې چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېده؛ مخنیوی شوی.