کابل، تخار او بغلان کې څلور تنه د وژنې په تور نیول شوي.

rahimzai_moi
Mon, Apr 22 2019 2:53 PM
moi

د تخار ولایت پولیسو نن له غرمې مخکې یو تن د وژنې په تور نیولی. یاد کس د وژنې په بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود چې د تالقانو ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې نیول شوی.
د دې ترڅنګ؛ د بغلان پولیسو هم د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې له یوې تفنګچې سره نیولي.
همداراز؛ د کابل ښار د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې پولیسو یو کس چې څه موده دمخه یې یو ځوان د نبي زاده بلاکونو په اړوند سیمه کې وژلی و، له یوې وسلې سره نیولی دی.